پېنډې 23 اګست (اے پي پي) د زم??ي پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې د امريكې څخه كومه مادي يا مالي مرسته نه بلكې د باور٬ تفاهم او د خپلو خدماتو اعتراف غواړو٬ د كوم بل هېواد پشان مونږ لپاره هم په افغانستان كښې امن اهميت لري٬ په دې لړ كښې به مونږ د خپلو قومي ګټو او د قومي پالېسې له مخې په غوره ډول خپل كردار ترسره كوو۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هيل س??ه د ملاقات په مهال وكړې۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې په پاكستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هيل په ملاقات كښې سرلښكر ته د امريكې د نوې پالېسې په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د امريكې سفير ډېوډ هيل ووئيل چې د ترهګرې په ضد د پاكستان كردار ته امريكا د قدر په سترګه ګوري۔ د افغانستان مسئلې حل لپا??ه د پاكستان مرسته پكار ده۔ د زم??ي پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې د كوم بل هېواد پشان مونږ لپاره هم په افغانستان كښې امن اهميت لري۔ دې مقصد لپاره لپاره مونږ ډېر څه كړي دي او مونږ د چا خوشحالولو لپاره نه بلكې د خپلو قومي ګټو او د خپلې قومي پالېسې له مخې به په غوره ډول خپل دا كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل چې د امريكې څخه كومه مادي يا مالي مرسته نه بلكې د باور٬ تفاهم او د خپلو خدماتو اعتراف غواړو۔ سرلښكر ووئيل چې په افغانستان كښې پخوانې جنګ منطقي انجام ته رسولو لپا??ه د ټولو ډلو ترمېنځه شريك كار او همغږي د كاميابې كنجي ده
متعلقہ مضامین
-
سمن اور فتح کا سرکاری تفریحی ویب سائٹ کو فتح کرنے کا سفر
-
مناظر فطرت اور سرکاری تفریحی ویب سائٹ
-
گاڈ آف ویلتھ بیٹنگ لنکس کا مکمل جائزہ
-
Imran formed offshore firm in cricketing days
-
On Kashmir, opinions of fallacies from Pakistan endure
-
Education sector to be free of corruption: Murad
-
GHQ attack suspect killed in Waziristan
-
Thousands prone to HIV as city high on drug abuse map
-
KEs excessive billing overturned by federal ombudsman
-
ساؤتھ ویسٹ لاٹری آفیشل ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ
-
سی ایم ڈی اسپورٹس آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ کرنے کا مکمل گائیڈ
-
فلائٹ کنٹرول الیکٹرانکس آفیشل ڈاؤن لوڈ لنک کی معلومات